چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

موږ هغسې ژوند کړی څنکه یې چې غواړو؟

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 16, 2021
in روغتیا او ژوند
0
موږ هغسې ژوند کړی څنکه یې چې غواړو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

ډېری خلک په دې فکر کې وي، چې ایا تر اوسه یې ښه ژوند کړی دی، یا یې په خپل ژوند کې بدلون راوستی او هغسې هسکه او ټیټه ته لري څنګه یې چې زړه غواړي؟ موږ په دې مقاله کې د همدې پوښتنې د ځوابونو د موندلو هڅه کړې ده.

د ارواپوهنې استاد او د (څه ډول باید ژوند وکړو؟) کتاب لیکوال مارټي نمکو همدې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي، د دې پوښتنو او ځوابونو په لوستو سره به مو دغه اندېښنې تر یوه ځایه راکمې شي.

د ښه ژوند په اړه پوښتنې او ځوابونه

۱– د بې ارزښتۍ احساس

پوښتنه: ډاکټر نمکو د ځمکې پر سر چې ۸ میلیارده انسانان ژوند کوي، میلیاردونو انسانانو چې تر ما یې مخکې ژوند کړی، یا به په راتلونکې کې ژوند وکړي، داسې فکر کوم چې په ټولنه کې تر نورو خلکو بې ارزښته یم، غواړم له خلکو سره ښه او نیک چلند ولرم، په خپل کار ځای کې بریالی و اوسم، خو بیا هم خپل ځان راته بې ارزښته ښکاري؛ همدا د دې لامل شوی چې تر ډېره ځان غوښتونکی شم؛ ستاسو له نظره کومې لارې چارې دې چې په عملي کېدو سره یې د خوښۍ احساس وکړم او یو بریالی کس و اوسم؟

ځواب: ډېر کم خلک په دې بریالي کیږي چې په دې توره سیاره کې سم او بهتره و اوسي، خو دا ټکي باید درک کړې چې د ډېرې مینې او مهربانۍ په دوام سره به د یو کس ژوند ښه او  بهتره کړې، ایا په ژوند کې دې د یو ارزښتناکه شخص په توګه احساس کړی؟ هر کله دې چې په یوه مثبته موضوع کار کاوه، نو د یو ښه کار په تر سره کولو بریالی کیږې. دا فرق نه کوي چې دغه مثبت کار څه شی دی، که هغه حتی د سړک په سر چا له کثافاتو یوه ډکه کڅوړه اچولې وي او ته یې یوه خوندي ځای  ته یوسې هم، اغېز به یې پر تا ډېر ښه وي.

۲– تل خپه اوسېدل

پوښتنه: ډاکټر نمکي زه په یوه شرکت کې اجرایوي مدیر یم، ښه دنده لرم، په اونۍ کې ۶۰ ساعته کار کوم، یوه متوسطه کورنۍ لرم، د بېلګې په ډول ښه کور، ماشومان په یوه ښه خصوصي ښوونځي کې او یو کوچنی  موټر؛ خو بیا هم خوښ نه یم؛ ولې؟

ځواب: ډاډ من یم چې یوازې پيسې نه دي چې خلکو ته خوښي ور په برخه کړي. لږ فکر وکړه.

ایا په ژوند کې د لاندې لارو چارو تر سره کول ډېر لوی مفهوم نه درکوي؟

بل ته د یوه کار د تر سره کولو لارښوونه؛

له خپلې مېرمنې یا ښو ملګرو سره وخت تېرول؛

یا هم د خپل ځان لپاره د ډېر وخت ځانګړي کول؛

زیاتره خلک د نورو لپاره ډېر وخت لري، خو د خپل ځان لپاره یې کم وخت ځانګړی کړی وي. که د خپل ځان لپاره وخت ځانګړی  کړې، کیدای شي ښه احساس ولرې.

۳– ډېر کار کول

پوښتنه: ټول راته وايي چې زیات کار کوې، په حقیقت کې رښتیا هم ډېر کار کوم، خو له کار کولو خوند اخلم، کله چې کار کوم تر هغه وخته چې په تفریح یا هم لوبو تیروم، زیات د ګټې احساس کوم، ایا دا کار تیروتنه ده؟

ځواب: که چیرې دې له کار خوند اخلې، د نورو په خبرو پسې سر مه خوږوه، زیاتره خلک چې له خپل کاره ناراضه دي، فکر کوي چې تاسې به هم همداسې وی او له تاسو غواړي چې کم کار وکړی، یا ځینې خلک ممکن له تاسو سره ډېر وخت تیرول وغواړي، کله چې دوی وګوري چې تاسو سخت کار کولو ته ترجیح ورکوی، دا وخت غوره لاره دا ده چې د کار او ژوند تر منځ انډول ولرې. یانې دا په دې مانا چې هم کار وکړې او هم خپلې کورنۍ او ملګرو ته وخت ورکړې. که داسې ونه شي، یوازې کار کول ژوند سختوي.

۴– زړښت

پوښتنه: زما عمر ډېر زیات دی او نور زوړ شوی یم، ژوند مې ډېر تکراري شوی او تل له ځان سره همدا فکر کوم چې یو کار مې باید تر سره کړی وی. مخکې مې داسې فکر کاوه چې دا به غوره وي چې د بیولوژي مطالعې ته دوام ورکړم او تولیدي څېړونکی شم، مګر د دې پر ځای ما د خیراتونو لپاره پیسې راټولول پیل کړل؛ خو په دې خبره باور لرم، البته، زه پر دې مسلک باور لرم. زه اوس ۷۲ کلن یم او کله چې زه د تیر په اړه فکر کوم، چې ما څومره د نورو په مرسته کې برخه اخیستې وه، بیخي حیران شم؛ خو له دې ټولو سره سره مې اوس د ژوند هغه پخوانۍ مزه نشته. ولې؟

ځواب: د تیرو وختونو تکرار کله کله د دې لامل کیږي، چې خپل ځان ملامت وګڼې او د خپل ځان په  اړه بد احساس ولرې، خو د تیر په اړه لا هم ښه فکر وکړه او وګوره چې له تیر وخت سره د څومره توپير کړی دی.

دوې وروستۍ پایلې

د ډاکټر نمکوو له ځوابونو کولی شو دوو پایلو ته ورسیږو:

لومړۍ: په ژوند کې ډېر کله حتی له کوچنیو  کارونو هم خوند واخلئ، ځکه ستاسو لپاره ارزښت لري.

د نړۍ میلیاردونو انساسانانو ته فکر وکړئ، دوی ډېره کله د ډېرو کوچنیو کارونو په تر سره کولو او له یوه بل سره د کومک په خاطر د ځمکې پر سر ژوند کوي او د خپل ځان لپاره خوشحالي برابروي.

دویمه: څه مو چې په ژوند کې تیر شول په اړه یې فکر مه کوئ، د راتلونکې په اړه مثبت فکر له ځان سره ولرئ او د ښو کارونو د تر سره کولو لپاره ګامونه اوچت کړئ.

د ډاکټر نمکو په وینا، د مشورې ورکول خورا اسانه دي؛ خو په خپله بیا هماغسې ژوند کول بیا ډېر سخت وي. تاسې کوښښ وکړئ چې په هغه ډله کسانو کې راشئ، چې مشوره عملي کوي، نه یوازې دا چې په یوه غوږ یې اوري او په بل یې وباسي.

Previous Post

کارو بار خپرونه / بي. ام. ډبلیو کمپنۍ

Next Post

د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

فبروري 22, 2021

امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي او کلابندۍ تګلارې جوړوي

جون 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved