چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 16, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د مصر د تحریر میدان په همداسې یوه ورځ له هغو خلکو ډک و، چې د نیمې پیړۍ ډیکتاتور یې په یوه سوله‌ییز ګام کې له واکه لرې کړل.

د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱مه، ډیکتاتور حسني مبارک له واکه استعفاه ورکړه، نظامیانو د یوې ویناپاڼې له لارې د یوې ولسواکې ټولنې د رامنځته کولو په موخه ژمنتیا وکړه.

هغه چې بیا ټاکنې وشوې، مصري ملت د اخوان المسلمین ګوند نوماند ډاکتر محمدمرسي د پوځ نوماند پر خلاف د بریا رایه وکاروله.

لوېدیځه نړۍ چې کله په مصر کې د سیاسي اسلامپالو دا عظیمه بریا او د ډاکتر محمدمرسي تاریخي ګامونه د مصر او اسلامي نړۍ د بیا یووالي او الګو کېدلو په لار کې ولیدې، نو اسلامي ویښتابه ته یې د عربي (پسرلي) اصطلاح وکاروله، د پردې تر شا یې مستبدو او د دوی ابن غلامو نظامیانو ته چې د خپلو ولسونو په ټکولو، څملولو او ماتولو کې د بلواکۍ او وحشت تیاره مخینه لرله، ملاتړ وکړ او د اخوان المسلمین په مشرتابه لومړی سیاسي اسلامي حکومت یې په وروستي ظلم، جنایت او ربړونو سره نسکور کړ.

له کودتاه وروسته د اخوان المسلمین د ولسي حکومت د اغېزې او ځواک د ختمولو په لار کې امریکا، اسراییلو او د ال سعود د وهابي- تکفیري مورثي حکومتونو په ملاتړ السیسي مصري ملت ډېر وټکاوه، سختې ربړې یې ورکړې او د دغه جریان د بنسټیز ماتولو په لار کې یې له هېڅ ډول وحشت او درندګۍ څخه دریغ ونه کړ.

د یادونې وړ ده چې اروپایي ټولنې یوازې د غربي ارزښتونو د تمثیل په پاره هسې درواغجن او نمایشي دریځونه نیول او تر پایه یې داسي ګام اوچت نه کړ چې کودتاه دې نظامیان وډاروي.

د شهید ډاکتر محمدمرسي په مشرتابه د اخوان المسلمین د لومړي سیاسي اسلامي حکومت له نړولو او ټکولو څخه د غرب موخه دا وه، چې اسلامي خوځښتونه، مسلمان متفکرین او په ټوله کې اسلامي امت ته پیغام ورکړي چې که تاسو زموږ له مخامخ پرستښ څخه د ډیموکراسۍ په پوښ کې لاس واخلی، ولو چې ټول شکلیات مو غربي هم وي، موږ ته د منلو نه دي او کولای شو په ډېره اسانه مو د مرګ، تباهۍ او دربدرۍ تر دم ځایه ورسوو.

بل لور ته زموږ په ګران هېواد کې د سیاسي اسلام په ارونو د ایډیال اسلامي حکومت د رامنځته کولو دوه ځله هڅې چې یوځل د مجاهدینو د اسلامي حکومت تر چتر لاندې وشوې او بل ځل د طالبانو د اسلامي امارت په دریځ کې پیل شوې، له همدغسې ګواښوونکي برخلیک سره مخ شوې.

له دې داسې ښکاري چې د اسلام او لوېدیځ تر منځ د تمدني ټکر جګړه په شدت روانه ده، هغه چې غرب غواړي د داعش په څېر د وحشتکارو او تکفیري ډلو په رامنځته کولو او د سعودیانو په څېر د مذهبي متعصبینو د ملاتړ او همکارۍ په ائتلاف کې د سیاسي اسلام رښتیني او ملتپاله موډلونه چې اخوان المسلمین، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند یا د اندونیزیا اسلامپالو رهبرانو لکه مهاتیر محمد چې وړاندې کړې پیکه، بې سیکه او د سیاسي، ټولنیزو او نظامي فشارونو په ترڅ کې یې یو مخ ماتې خوړلې ده.

دا ځکه چې لوېدیځ د چومسکي، ډیک چینې، هنري کسینجر او سامویل هانټینګټون په څیر د ځیرکو تیوري پالانو او د خپلو استخباراتي- تحلیلي مطالعاتو او شننو په پایله کې دې باور ته رسیدلي، چې د چین او روسیې ګواښ د تمدنونو او نړيوالې مشرتابه په دریځ کې دومره ورته چلېنج پاروونکي او ګواښوونکی نه دی، لکه له یوه بشپړ امت سره ټکر.

دوی پوهیږي چې که د مسلمانو ملتونو او پرګنو په منځ کې د یووالي، ځواک رامنځته کول او بیا د دې ټولو پوټنشیلونو ګنډونکي څرکونه چې هوښیار او د معاصرې نړۍ په نبض او رواج پوهېدونکي سیاسي اسلامپاله خوځښتونه دې په خپل متن او بطن کې ایل، بېل او مات نه کړي، نو نشي کولای چې د سترو لښکرو، غټو عسکري مارشونو او حتی بشر ټولوژونکو وسلو دې هم دا ستر امت کنټرول کړای شي.

په همدې پار دوی د ال سعود وهابیان او د سعودي په محور خلیجي افراطي- مستبد نظامونه ساتي او د هغوی له لارې له ایران سره د سني او شیعه جګړې ته لمن وهي او په نوره اسلامي نړۍ کې د څلورو اهل سنتو مذهبونو تر منځ بې ارزښتو فتنو ته منظم او هدف محوره کار کوي.

همدارنګه دوی د داعش، بوکوحرام او دېته ورته توندلارې- تکفیري ډلې رامنځته کوي چې د سیاسي اسلام رنګ پیکه او مسلمانې ټولنې له دننه څخه ماتې، ټوټه ټوټه او په پای کې وپاشي.

بل لور ته له فاسدو سیکولرانو، ملحدو او مستبدو واکمنو او دولتونو د ډیموکراسۍ او حکومتونو په عنوان ملاتړ کوي، څو په یو وخت مسلمانه ټولنه د خپل ټولنیز امنیت او ځان‌ساتنې په دریځ کې تر خپل منځ ښکېله، په شخړو کې راګیر او په لویه کې د ثبات او امن ټول څرکونه پکې چې د اسلامي ژوندانه او د یوه ایډیاله سیاسي اسلامي نظام لارې ته رسېدل دي، په بنسټیزه توګه مات کړي.

د دې ډوله ټولنو ښې بېلګې سوریه، عراق، لبنان، افغانستان او د افریقا ځینې مسلمان ملتونه او هېوادونه دي.

په پای کې دا چې اسلامي نړۍ په وروستۍ ناهیلۍ سره د مصنوعي او ډراماتیکو ټکرونو او توپانونو په یوه سخت امتحاني ګرداب کې راګیر ده، د مصر، عراق او سوریې له حالاتو د زده‌کړې او عبرت تر ټولو ښه لاره په افغان وطن کې د اسلامپاله او ملتپاله تعریف په سیوري کې سولې ته کار، د بهرنیو ځواکونو له شړلو ملاتړ، ملي او مذهبي زغم ته کار، د ټولنیزو لږکیو د معقولو او ممکنو حقونو د ساتلو باور ورکول او په ټوله کې د سولې، امن او افغانستان ژغورنې له رامنځته شوي تاریخي فرصت او چانس څخه هوښیارانه ګټه پورته کول دي.

افغانستان د اسلامي امت او نړۍ یوه اغېزمنه شوې برخه ده، د افغان وطن د ښې ورځې سیالي سبا او امن لپاره نن کار کول د اسلامي امت د ګډ ارمان، ایډیال دریځ او تاریخي عزتمندۍ ته د ژمنتیا او پاللو تر ټولو ښه بېلګه ده.

Previous Post

موږ هغسې ژوند کړی څنکه یې چې غواړو؟

Next Post

درې لوی مالي زیانونه او د دولت سوړ چلند

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د اسلامي حزب د لاریونونو ګواښ او حکومتي دریځ

درې لوی مالي زیانونه او د دولت سوړ چلند

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوکراین له سوریې سره د ۵۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه

اوکراین له سوریې سره د ۵۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه

دسمبر 28, 2024
رینا امیري له خپلې دندې لرې کېږي

رینا امیري له خپلې دندې لرې کېږي

جنوري 20, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved