چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

درې لوی مالي زیانونه او د دولت سوړ چلند

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 16, 2021
in تبصرې
0
د اسلامي حزب د لاریونونو ګواښ او حکومتي دریځ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هرات په اسلام‌کلا کمرګ کې اورلګېدنې پراخ مالي زیانونه اړولي دي. سوداګر وايي چې سلګونه لارۍ او ټانکرونه سوځېدلي او سلګونه نور چور شوي دي. دوی وايي چې د لومړنیو شمېرو پر اساس په دې پېښه کې سوداګرو ته تر سلو میلونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. د دې تر څنګ د ترانسپورتي شرکتونو او لارۍ چلوونکو کاربندیز دویمې اونۍ ته غځېدلی، چې ورسره د کابل – کندهار لویې لارې تر څنګ ځینې نورې لارې هم بندې شوې دي. دوی وايي، چې په لویو لارو کې ځورول کېږي، وهل کېږي، وژل کېږي او ناقانونه پیسې ترې اخیستل کېږي. له بله اړخه بیا دویمه اونۍ ده، چې صرافانو په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی او وايي چې د افغانستان بانک نوي مقررات یې د کار پر وړاندې خنډ جوړوي او دوی نه شي کولی چې کار ته دوام ورکړي.

د همدغو دریو بحرانونو له امله سوداګرۍ او خلکو ته سخت زیان اوښتی؛ ځکه چې له یوه اړخه لویې لارې بندې دي. له بله اړخه د پیسو په لېږد او را لېږد کې چې د سوداګرۍ مهمه اړتیا ده، ستونزه ده. د هرات د اسلام‌کلا بندر زیان خو په واضح ډول تر سلو میلیونو ډالرو اوښتی دی. د دغو دریو ستونزو له امله د توکو په بیو کې هم لوړوالی راغلی دی. د سوداګرۍ خونه وايي چې د توکو په بیه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. که د دغو روانو ستونزو مخه ونه نیول شي، نو نه یوازې به خلکو ته لا زیاتې ستونزې پیدا شي، بلکې بیې به لا پسې لوړ شي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

سره له دې چې دا بحرانونه لوی دي او د اکثریت افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی، خو حکومت ورسره ډېر سوړ چلند کوي او د ستونزو د حل لپاره یې کوم اساسي ګام نه دی اخیستی. صرافان وايي چې له لسو ورځو اعتراض او کاربندیز وروسته نه یوازې ستونزه حل شوې نه ده، بلکې ان د افغانستان بانک چارواکي ورسره خبرو ته هم نه دي حاضر شوي. د صرافانو کاربندیز صرافانو ته مالي زیانونه اړولي او د سوداګرو او نورو هغو خلکو کار یې زیانمن کړی چې د خپلو معاملو لپاره صرافۍ کاروي. له بله اړخه د ترانسپورتي شرکتونو او لارۍ چلوونکو اعتراض هم دویمې اونۍ ته غځېدلی دی، خو دولت لا هم دوی نه دي قانع کړي چې نور به ترې د لویې لارې امنیتي ځواکونه ناقانونه پیسې نه اخلي او نه به ځورول کېږي. ان دولت تر اوسه له اعتراض کوونکو سره په لوړه کچه اغېزناکې خبرې هم نه دي پیل کړي. د اسلام‌کلا د ګمرک د اورلګېدنې په تړاو هم د حکومت دریځ سوړ و او د ولسمشر لومړي مرستیال خو په ډېرو غیرمسوولانه خبرو سره د سوداګرو په زخمونو مالګي وشیندلې. سوداګر؛ مسوولین او مفسد مامورین په دې اور کې پړه ګڼي او د تاوان غوښتنه کوي.

حکومتي چارواکي داسې دي چې یا خو پر دې هېڅ خبرېږي نه او یا هم د دغه ولس درد، غم او ستونزې ورته پردۍ ښکاريږي. له همدې امله د دغو درې واړو  ستونزو پر وړاندې سوړ غبرګون ښيي او ځان مسوول نه ګڼي. د حکومتي چارواکو دا ډول چلند به د دې سبب شي چې خلک لا زیات له چارواکو کرکه وکړي او له دوی سره له هر ډول همکارۍ مخ واړوي.

Previous Post

د مصریانو د فبرورۍ انقلاب؛ د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

Next Post

ژر به د موبایل کامرې په واسطه د زړه ضربان معلوم شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ژر به د موبایل کامرې په واسطه د زړه ضربان معلوم شي

ژر به د موبایل کامرې په واسطه د زړه ضربان معلوم شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لوګر؛ د احصایې او معلوماتو ریاست ۱۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

لوګر؛ د احصایې او معلوماتو ریاست ۱۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

مارچ 12, 2026
غزني کې په نشه یي توکو د روږدو ۲۵۰ کسانو درملنه شوې

غزني کې په نشه یي توکو د روږدو ۲۵۰ کسانو درملنه شوې

جنوري 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved