د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کنیټ مکینزي په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی دی چې که له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتل غواړي نو باید د دوحې هوکړې ته ژمن اوسي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. نوموړي زیاته کړې، دا سمه ده چې طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي کړي خو په خبره یې تر بل هر وخت یې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي. مکینزي دغه راز د طالبانو او القاعده ډلې د اړیکو پر پرې کېدو هم بې باوري ښودلې او ویلي یې دي؛ دوی نه غواړي یو ځل بیا د تېرو پېښو تکرار وګوري، بلکې غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې طالبانو له القاعده ډلې سره په بشپړه توګه اړیکې پرې کړې دي.











