د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مکماسټر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بشپړه توګه غلطه پرېکړه بللې ده. نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په اړه به د ولسمشر بایډن پرېکړه یو بشپړ ناورین ته لار اواره کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز ویلي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې یو ځل بیا خپل امارت د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي. دغه لوړپوړي پخواني چارواکي ټینګار کړی دی چې د جو بایډن وروستۍ پرېکړه به یو ځل بیا دغه هېواد د افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا او ناټو پرېکړه کړې ده چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.












