د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتور مک کانل هیله څرګنده کړې چې د طالبانو پوځي پرمختګ ته په کتو د امریکا ولسمشر جو بایډن باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پالیسي وځنډوي. مک کانل دغه څرګندونې پرون له ولسمشر غني سره په ګانګرس ماڼۍ کې د کتنې پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله د بایدڼ پرېکړې يې افغان شریکان د هغو ګواښونو په مقابل کې یوازې پریښي چې د هغه سلاکارانو هم منلې. مک کانل ویلي، چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره طالبان زړور شوي او د وروستیو کلونو د لاسته راړونو د په شا کولو هڅه کوي چې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه او د کابل د نیولو په تکل کې دي. خو بیا هم هغه ټینګار کړی چې دغه غمیزه د مخنیوي وړ ده. نوموړي د امریکا د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو په څرګندونو باندې په تکیه کولو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د تحرکاتو په زیاتوالي سره د القاعده شبکه د بیا راپورته کېدو نیت لري. مک کانل ویلي چې هیله ده ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وځڼدوي.











