د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د کابل ــ کندهار پر لویه لار پرون د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه او د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي، چې ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه د امنیتي کسانو په مرسته ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. دیادولو ده، چې د سړک له جوړېدو سره د میدان وردګ ولایت اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.











