په میدان وردګو ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه. د میدان وردګو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا لومړی ځل دی په دې ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل کیږي. د خبرپاڼې له مخې؛ دا خونه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو عمومي خونې له خوا پرانیستل شوې ده. د دغې خونې مرستیالې فریبا نوري په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي؛ میدان وردګ شلم ولایت دی، چې د دې خونې د خصوصي سکتور په چوکاټ کې خپل فعالیت پیلوي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس عبدالحکیم حامد بیا په خپلو خبرو کې د ښځو له سوداګرۍ څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ. اخوا په دې ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې ډېرې ښځې د لاسي صنایعو، د لبنیاتو د پروسس، د روب او مربا جوړولو په برخو کې په دندو بوختې دي.












