د مېرور په نامه یوې برېټانوۍ نشریې لیکلي طالبان په دې لټه کې دي چې له برېټانیا د تېرې شل کلنې جګړې له امله غرامت او تاوان واخلي چې ښایي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي. دغه نشریې ته ځینو طا لب سرچینو ویلي چې دوی له برېټانیا د تېرو شلو کلونو د حضور تاوان غواړي څو په دې پیسو بېرته خپل هېواد جوړ کړي. بلخوا ځینو برېټانوي سرچینو هم یادې نشریې ته ویلي چې ښايي طا لبان له برېټانیا میلیاردونه ډالر غرامت وغواړي او یا ترې دا غوښتنه وکړي چې د افغانستان په بیا رغونه دې کار وکړي. بلخوا یوه برېټانوي پوځي بیا ویلي چې له افغانستان سره دې مرستې بندې شي ځکه تر دې دمه ددغه هېواد پر وضعیت باور نشته دی.












