ملګري ملتونه وایي افغانستان کې لا هم بشري وضعیت نازک دی. افغانستان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان ۲۰۲۲ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.
سرچینه وایي چې په افغانستان کې د ژمي په راتګ سره د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي، ځکه له یوې خوا د خوړو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا بیا د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي هم نه لري.
د خوړو نړیوالو پروګرام همدا راز وايي چې په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي او دې مسئلې پخپله د فقر کچه نوره هم لوړه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې او تمه لري چې مرستندویه بنسټونه د خلکو لاسنیوی وکړي.












