روان کال شاوخوا یو میلیون کډوال له پاکستان او ایران افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان ایران ته اوړي، خو بیا هم له دغه هېوادونو زرګونه کسان هره ورځ بېرته خپل هېواد ته راځي. سرچینه کاږي چې روان کال تر دې دمه شاوخوا یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاده اداره وایي چې ډېری دغه وګړي په جبر له یادو هېوادونو ایستل شوي، خو داسې هم شته چې په خپله خوښه له ایران او پاکستان راستانه شوي دي. د کډوالو عالي کمېشنري وایي راستانه شوي کډوال بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې د دوی لاسنیوی وکړي.












