ناټو او اروپايي ټولنې له افغان سولې سره په بېلو برخو د ګډو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی. د افغانستان لپاره د ناټو ځانګړي استازي ستیفانو پونتیکورو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې ناټو او اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکاري کوي. د ناټو او اروپايي ټولنې استازو تېره ورځ یوه غونډه کړې ده او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي. اروپايي ټولنې هم ویلي چې په افغانستان کې له بېلو برخو سره همکاري کوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د ملکي پولیسو په جوړولو کې هم مرسته وکړي. اروپايي ټولنې او ناټو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی و.












