په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو غوره فرصت رامنځته شوی دی او دا فرصت باید له لاسه ونه وځي. هغه زیاته کړې چې له دې تاریخي فرصت نه په استفادې باید په ګډه پر لومړیتوبونو کار وکړل شي. سټیفانو دغه راز د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو د ټینګار تر څنګ ویلي چې ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی او له امله یې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده











