د هېواد د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل یو ځل بیا پر حکومت نیوکه کړې چې ګوندې پر غلطو سیاسي معاملو بوخت دی. نبیل پر خپل ټویټر له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې طالبان د لویو لارو چې نوموړي اقتصادي شریانونه بللي دي د کنټرول په هڅه کې دي خو حکومت پر غلطو سیاسي معاملو بوخت دی. هغه د هېواد پر سیاسیونو غږ کړی دی چې روانه جګړه دې د ستراتیژیک او ژورلید له نظره وګوري او د ځان د غوښتنو پر ځای دې د هېواد د ژغورنې هوډ وکړي ګنې د ده په وینا د افغانستان ستونزې به لا ډېرې شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.











