نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړې ته په اشارې ویلي، په ټولیزه توګه له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتلو سره که څه هم ډېری لوړپوړي امریکایي پوځیان موافق نه دي خو اوس ټرمپ پرېکړه کړې ده او ځواکونه به وباسي. راپور کې راغلي، د ځواکونو ایستلو مسئله له ولسمشر ټرمپ څخه بایډن ته ورپاتې ډالۍ ده. راپور کاږي، بایډن د اوباما په دوره کې هم په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له اوږده ماموریت سره موافق نه و او نه یې غوښتل چې دغه هېواد ته تازه دمې سرتېري ولېږي او اوس هم ویل کېږي چې بایډن د پوځیانو له کمولو سره موافق دی خو په دې باور دی چې یو شمېر سرتېري باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په دغه هېواد کې پرېښودل شي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، دا چې په دې اړه د بایډن فکر بدل شوی کنه مالومه نه ده.












