د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله لس تنه ټپیان شوي دي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، چې ټپیان د چپرهار روغتیایي مرکز کې تر بېړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي، چې اوس تر درملنې لاندې دي. روغتیایي مسوولین وايي، چې په ټپیانو کې یوه مېرمن، دوه ماشومان او ۷ تنه نور نارینه شامل دي. ویل کېږي، چې په ټپیانو کې د مېرمنې او یوه ماشوم حالت نازک ښودل شوی دی. د دې پېښې لامل د موټر چلونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.












