په ننګرهار کې د پولیو یوه بله بېښه ثبت شوې ده. په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف یوې سرچینې ویلي، دغه مثبته پېښه په دُر بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. تر دې مخکې څلور نورې مثبتې پېښې هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي. تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی و.












