ننګرهار کې د جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د جلالاباد ښار اړوند سیمه کې یې په ۱۰.۲ میلیونه افغانیو د کوڅو پخولو چارې پیل کړې دي. د جلالاباد د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وایي چې دغه رغنیزې چارې یې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پیل کړې دي. د یادې رغنیزې پروژې په لړ کې به د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند پنځم ګذر، مجبوراباد سیمه کې شپږ کوڅې او ویالې، کانکرېټ شي. دغه کوڅې او ویالې ۹۳۰ مټره اوږدوالی لري چې په اساسي توګه به ورغول شي.












