نن د اپرېل مياشتې ۴مه د ماینونو د خطر په تړاو د خبرولو او پوهولو نړيواله ورځ ده. دغه ورځ یو ځل بیا په داسې کې راغبرګېږي چې لاهم په افغانستان کې یو شمېر سیمې په ماینونو پوښلې دي. ملګرو ملتونو په خپله وېبپاڼه لیکلي چې په نړۍ کې هر ساعت په متوسط ډول یو تن د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې مري یا ټپي کیږي. د ملګرو ملتونو په خبره، د قربانیانو اکثره یې ماشومان دي. دغه راز د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې هره میاشت نژدې ۶۰ کسان چې اکثره یې ماشومان دي،د ماینونواو نورو چاودېدونکو وسیلو قرباني کیږي. دې سازمان افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات پرماینونو پوښل شوی هېواد یاد کړی دی.












