د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په خپله اېکس پاڼه کې ويلي، چې په هر ځاى کې د هر ماشوم د حقونو د خوندي کولو لپاره ځان ژمن بولي. یونیسف تردې وړاندې د افغان ماشومانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اړمنو ماشومانو ته د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال په مخه د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې لا یې نږدې نیمايي برخه ترلاسه کړې ده.










