د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ د یو داټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سیمې اوسیدونکي وايي، چې یاده پېښه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ثوریل په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده .د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایې دغه پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي، چې په خبره یې ټپیان د نورګرام ولسوالۍ او لغمان ولایتي روغتونونو ته رسول شوي او حالت يې د ډاډ وړ دی .












