چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

نور د امر کولو زمانه نه ده؛ امریکا باید د همکارۍ ژبه زده کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 17, 2025
in تبصرې
0
نور د امر کولو زمانه نه ده؛ امریکا باید د همکارۍ ژبه زده کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ۲۰مې پېړۍ د منځ راهیسې، نړۍ د یوه داسې نړیوال نظم شاهده وه چې مشري یې د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه وه. د سړې جګړې له دورې نیولې، تر یوازیني قطبي قدرت پورې، امریکا هڅه کوله چې د خپلو مفکورو، ګټو او ستراتیژیکو اهدافو له مخې د نړۍ هر ګوټ ته لوری ورکړي. خو اوس د ۲۱مې پېړۍ نړۍ بله بڼه لري – دلته نور د امر کولو وخت نه دی، بلکې د همکارۍ، درناوي او د برابر مشارکت اړتیا ده.
وروستۍ لیکنه چې د “The National” ورځپاڼې شنونکي شولتو بیرنس خپره کړې، پر همدې حقیقت رڼا اچوي. نوموړی ښيي چې د امریکا لوړپوړي چارواکي له خپلو آسیا-ارام سمندر متحدینو (لکه جاپان او استرالیا) غواړي چې د تایوان شخړې په صورت کې خپل دریځونه مشخص کړي او حتی له هغوی د احتمالي جګړې د ملاتړ تمه لري. خو اوسنی نړیوال واقعیت نور د دې ډول یو اړخیزو غوښتنو منلو ته چمتو نه دی. جاپان، استرالیا،کاناډا او نور سیمه‌ییز ځواکونه د خپلواک سیاست او متوازنو اړیکو غوښتونکي دي، نه د امریکا د فرمانبردارۍ دوام.
استرالیايي صدراعظم انتوني البانیز دا څرګنده کړې چې استرالیا به د بهرنیو ارزښتونو تقلید ونه کړي، بلکې د خپلو ملي ګټو او ولسواکو ارزښتونو پر بنسټ به اړیکې ساتي. دا څرګندوي چې هغه وختونه تېر شوي چې امریکا به د خپل ځواک، اقتصاد او پوځي هیبت پر مټ نور ملتونه د اطاعت په لیکه درولي وو.
په آسیا کې د قدرتونو نوې وده، لکه د چین اقتصادي او سیاسي ځواک، د هند ستراتېژيکي موقعیت، د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو یووالی، او د منځنۍ آسیا د نوو بازارونو پرانیستل، د دې نښه ده چې سیمه‌ییز تعاملات نور د یو قطبي واک لاندې نه راځي. اوس هیوادونه د یو بل ملګري دي، نه چې د یوه زورور تر سیوري لاندې خپلې اړیکې وساتي.
که امریکا غواړي چې خپل اغېز وساتي او له نړیوالې انزوا ځان وژغوري، باید د همکارۍ، درناوي او برابرې شراکت ژبه زده کړي. نور ملتونه د امر او اجبار پر ځای متقابل باور او شریکو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. له همدې امله، د امریکا د دفاع وزارت هغو غوښتنو ته چې له متحدینو غواړي د تایوان شخړې په اړه موقف ونیسي، په زیاتېدونکي ډول تردیدي غبرګونونه ښکاري. حتی جاپاني سیاستوال هم هڅه کوي چې د چین سره متوازنه رابطه وساتي، نه دا چې د تقابل میدان ته ور ودانګي.
د واشنګټن دننه سیاسي ناندریو، داخلي اختلافاتو، او د مخکښو چارواکو احساساتي بیانونو د امریکا نړیوال اعتبار ته تاوان رسولی. دا حالت د واشنګټن لپاره یو خطرناک زنګ دی: که خپله رویه بدله نه کړي، نو ډېر هېوادونه به ترې واټن ونیسي او د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو خوا ته به واوړي. شل کاله مخکې که د امریکا یو بیان د نړیوال سیاست مسیر بدلولو، نن هماغه بیانونه ځینې وختونه د خندا او بې‌باورۍ سبب ګرځي.
په آسیا کې اوس د سیاسي واقیعتونو یو نوی دور پیل شوی. ملتونه خپل ملي هویت، اقتصادي ځواک، او متوازن بهرنۍ اړیکې لومړيتوب ګڼي. نور د هغې دورې پای راغلی چې امریکا به حکم کاوه او متحدین به یې په سترګو پټ د تعمیل لیکې ته درېدل. همدا اوس وخت دی چې امریکا د نړۍ له نورو ملتونو سره د احترام، شفافیت او شریکو ګټو پر بنسټ تعامل وکړي.
که امریکا همدا پخوانی زوړ چلند ته دوام ورکړي، نو نه یواځې به متحدین له لاسه ورکړي، بلکې خپل ستراتیژیک موقف به هم ضعیف کړي. د نړۍ سیاست نن ورځ د واحد تصمیم پر بنسټ نه، بلکې د څو اړخیزو تفاهماتو، شراکتونو او متقابل درناوي پر بنسټ مخته ځي.

Previous Post

ګوټریش؛ په سوریه کې د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه لري

Next Post

ترکیې له اسراییلو سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ترکیې له اسراییلو سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

ترکیې له اسراییلو سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېر کال ۹۵۲زره ۵۸۹ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېر کال ۹۵۲زره ۵۸۹ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

اگست 9, 2023
عارف علوی: پاکستانیان د يو کمربند او يوې لارې له لاسته راوړنو راضي دي

عارف علوی: پاکستانیان د يو کمربند او يوې لارې له لاسته راوړنو راضي دي

مارچ 18, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved