پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوې کابینې اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې،د خدماتو د ارائیې او دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو. کرزي ویلي افغانستان بډای ټولنیز جوړښت لري – د ښځو په ګډون د هیواد هر وګړی په حکومت او واکمنۍ کې د ګډون او ولس ته د خدمت حق لري. پدې اړه لازمه ده هغه نیمګړتیاوې چې په اعلان شوې سرپرسته کابینې کې تر سترګو کیږي ژر تر ژره رفع شي، څو د هیواد ټول وګړي په حکومت کې خپل ځان وویني او یو ځای په پوره ملی يووالي او اتفاق د یو آباد، هوسا، او پرمخ تللي افغانستان لپاره کار وکړي.











