په غزني او مزار شریف ښار کې په هدفي بریدونو کې درې کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن سهار د مزار شریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر موټر ډزې کړې دي چې له امله یې ددغه قول اردو دوه ښځینه کارکوونکې وژل شوې او درې کسه نور ټپیان دي. همدا راز په غزني کې بیا د کابل بانک یو کارکوونکی هم د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی. د دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو امنیتي چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.












