د هرات ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ په کشکک کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۱۰۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۱۷۲ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پر مټ یې د سیمې ۱۰۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د نوموړي په خبره، د یادې شبکې د جوړېدو په جریان کې د سیمې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې شبکې په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د دغې شبکې په جوړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې حل شي.












