د هرات ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچنۍ بند د رغولو چارې بشپړې شوې دي. د ځایي چارواکو په خبره یاد بند ۷۴ متره اوږدوالی او د ۱۵ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې چارې یې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د تخنیکي ټیمونو ترڅارنې لاندې د ۵ میلیونه ۵۸۵ زره افغانیو په لګښت د شینډنډ ولسوالۍ په دهن انجیرکلي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.












