په هرات ښار کې د مولانا عبدالرحمن جامي له ټانک څخه د ښار تر موټر پلورنځیو پورې د یوه کانال د جوړېدو چارې د ۳۱ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د هرات ښاروال نعمت الله حسن ویلي، چې دغه کانال ۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ له بودجې جوړېږي. ښاروال زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د سړکونو او کانالونو د جوړولو نورې مهمې پروژې هم تر لاس لاندې دي. د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه به په څلورو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې د سیمه ییزو خلکو د ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.











