د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې هرات کې د تېرې شپې په ترافیکي پېښه کې ۷۹ تنه مړه شوي چې ۱۹ یې ماشومان دي. دغه پېښه تېر ماښام کابل ته پر لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونکی ۵۸۰ ډوله بس له يوه موټرسایکل او يو مازدا سره ټکر شو او وروسته بس اور واخيست. د یادونې وړ ده، چې دا پېښه په وروستیو کلونو کې په هېواد کې یو له تر ټولو خونړیو ترافیکي پیښو څخه بلل شوې، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دي.












