سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

هریوا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2021
in پوهنتون
0
هریوا د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

هریوا د لوړو زده کړو موسسه چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، د ۱۳۹۳ کال په ثور میاشت کې یې پر فعالیت پیل وکړ او د لومړي ځل لپاره یې د کانکور ازموینې له لارې محصلین جذب کړل. د هریوا د لوړو زده کړو موسسې د مشر او بنسټګر په وینا، یادې موسسې د لومړي ځل لپاره د دوو پوهنځیو، ستوماتولوژي او کمپیوټر ساینس په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ، چې په ۱۳۹۳ کال کې یې وکولای شول د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هم رامنځته کړي. د یادې موسسې د مشر په وینا، د هریوا د لوړو زده کړو موسسې هر پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه لري. ستوماتولوژي پوهنځی د پارا کلینیک او کلینیک ډېپارټمنټونه او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د قضا او څارنوالۍ، او ادارې او ډيپلوماسۍ ډېپارټمنټونه لري او کمپیوټر ساینس پوهنځي یې د سافټوېر انجنیرېنګ او نېټورک ډېپارټمنټونه لري.

د هریوا د لوړو زده کړو موسسې مشر زیاتوي، یاده موسسه اوسمهال ۱۸۰۰ برحاله محصلین لري چې له دې ډلې یې له ۴۸ تر ۴۹ سلنه ښځینه محصلینې دي او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

د هریوا د لوړو زړه کړو موسسې بنسټګر له لوړو زده کړو وزارت څخه په ګیلې وویل، که څه هم د هرات ولایت د لوړو زده کړو موسسو د ماسټرۍ پروګرام لپاره د اړتیا وړ ټول ظرفیتونه او شرایط پوره کړي دي، خو لا هم دوی د ماسټرۍ پروګرام نه لري او د هریوا د لوړو زده کړو په ګډون نورو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د ماسټرۍ پروګرام د درلودلو جواز نه دی ورکړل شوی.

د هریوا د لوړو زده کړو موسسې بنسټګر همدا راز وویل، دوی تر دې دمه له خپلو دریو واړو پوهنځیو څخه په دوو دورو کې شاوخوا ۳۵۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د یادې موسسې مشر زیاتوي، دوی هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي، دا شمېره په هغه صورت کې ده چې ځينې محصلین د سمیستر د درسونو په جریان کې نوملیکنه کوي او د ځينو مالي او اقتصادي ستونزو پر اساس د سمیستر له پیل په درسونو کې برخه نه شي اخیستلای. هغه زیاته کړه، دوی په ټوله کې د کانکور ازموینې له لارې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې محصلین جذبوي او د سمیستر په لړ کې د نوملیکنې کوونکو محصلینو په ګډون یې شمېر تر ۵۰۰ تنو پورې رسېږي.

د هریوا د لوړو زده کړو موسسې مشر همدا راز وویل، دوی خپلو محصلینو ته ځانګړی تخفیف وړاندې کوي، د هغه په وینا، دوی له ځینو بنسټونو سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې د هغوی له لارې ورته اړمن محصلین ور پېژندل کېږي او د هر سمیستر د فیس د ورکړې په مهال ورته تخفیف ورکوي. دویمه ډله هغه محصلین دي چې مالي او اقتصادي ستونزې لري او نشي کولای چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. هریوا د لوړو زده کړو موسسه دوی ته هم ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی او په پام وړ تخفیف سره یې د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.

هغه زیاته کړه، دوی د ورځې په دوو ټایمونو کې درسي چارې پر مخ بیایي، یوه ډله محصلین یې په سهارنۍ دوره کې یانې له شپږو تر لسو بجو خپلو درسونو ته حاضرېږي او د ماښامنۍ دورې محصلین یې له څلورو بجو څخه بیا تر ماښامه خپلې درسي چارې پر مخ بیایي.

د هریوا د لوړو زده کړو موسسې مشر وویل، دوی په موسسه کې دننه یو لوی کتابتون لري چې د دریو واړو پوهنځیو محصلین د خپلو اړتیا وړ مالوماتو د تر لاسه کولو او مطالعې لپاره د ټاکل شوو آیډي کارتونو په لرلو سره مراجعه ورته کوي. له دې سربېره هر پوهنځی یو بېل او اختصاصي کتابتون هم لري چې د هغوی د درسي نصاب اړوند کتابونه پکې دي او د همغه پوهنځي محصلین کولای شي په اسانۍ سره خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

هغه همدا راز وویل، دوی په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې له ځینو علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره نېکې او اکاډمیکې اړیکې لري او له هغوی سره یې ډېر علمي تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر اساس یې محصلینو ته د ډېرو علمي سمینارونو، سفرونو او ورکشاپونو زمینه برابره کړې ده. له دې سربېره، له هېواده د باندې یې هم له ځینو پوهنتونونو سره خبرې کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به د خپلو علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي.

د هغه په وینا، هریوا د لوړو زده کړو موسسې خپلو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي، چې له دې ډلې یې لومړۍ فارغ شوې دورې خپل اسناد تر لاسه کړي او پاتې نورو ته یې د توضېح او ورکړې په حال کې دي.

د یادې موسسې مشر زیاتوي، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ځینې اسانتیاوې په پام کې لري. د بېلګې په توګه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو لپاره تمثیلي محکمې او حقوقي سمینارونه لري. د ستوماتولوژي پوهنځي لپاره یو مجهز او کدري روغتون لري، څو محصلین وکولای شي خپل ستاژ او  عملي زده کړې پکې پر مخ بوځي او د کمپیوټرساینس پوهنځي لپاره یو مجهز کمپیوټرلب هم لري، چې له ډېر سرعت لرونکي انټرنېټ څخه برخمن دی او محصلین کولای شي د خپلې علمي پانګې د لا بډاینې لپاره ترې کار واخلي.

د هریوا د لوړو زده کړو موسسې مشر وايي، که څه هم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخ دي او په تړاو یې څو څو ځله له مرکزي او سیمه ییز حکومت څخه د حللارو غوښتنه کړې ده، خو بیا یې هم د پام وړ ځواب نه دی تر لاسه کړی. هغه وایي، سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته ډېره پاملرنه نه کېږي، خو دوی د پوهنتون د لا بډاینې لپاره ځينې پلانونه لري چې له هغې ډلې یې د یوه غوره او پر معیارونو برابر پوهنتون رامنځته کول دي، چې که چېرې دولت ورسره له مادي مرستو سربېره معنوي مرستې هم وکړي، کولای شي خپلو دغو موخو ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، دوی له دولت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته دې ځانګړې ځمکه په پام کې ونیول شي څو د لوړو زده کړو موسسې او خصوصي پوهنتونونه له دې اړخه پر ځان بسیا شي. هغه وایي، په هر ولایت کې په زیاته کچه دولتي ځمکې شته چې که چېرې یادو پوهنتونونو ته په واک کې ورکړل شي، دوی کولای شي په پوره لېوالتیا او ډاډ سره لا ډېره پانګونه وکړي او هېوادوالو ته د خدمت کولو جوګه وګرځي. هغه وايي چې ډېری خصوصي پوهنتونونه د خپلو درسي چارو د پر مخ بېولو لپاره ودانۍ په کرایه نیسي، له همدې امله له دولت څخه غوښتنه کوي چې یادو پوهنتونونو ته د ځمکو د ورکړې په برخه کې پاملرنه وکړي. نوموړی زیاتوي، له ۱۳۹۳ کال راپدېخوا د خصوصي پوهنتونونو پراختیایي او ارتقايي برخه په ټپه درېدلې ده او له همدې کال راهیسې د ولسمشر د فرمان پر اساس، پوهنتونونو ته د نوو پوهنځيو د تشکیل او ارتقاع جواز نه ورکول کېږي.

Previous Post

ډاکتر نعیم: خلیلزاد او برادر؛ د دوحې هوکړې د عملي کېدو ژمنه کړې

Next Post

د امریکایانو لخوا د حکومت د نوي موډل طرحه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
امریکا وایي کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر اغېزناک و

د امریکایانو لخوا د حکومت د نوي موډل طرحه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ پيټر پېلېګريني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

اپریل 13, 2024
خیبر پښتونخوا کې د غره ښویېدو پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

خیبر پښتونخوا کې د غره ښویېدو پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

اگست 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved