د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۲میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کره کان په نوم د اوبو دغه کوچنی بند په واشېر ولسوالۍ کې ۲ میلیونه ۴۹۶زره ۷۷۵ افغانیو په لګښت جوړ او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د اوبو زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.












