د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته یې د ۸۳۵ زره ډالرو په ارزښت طبي توکي وېشلي دي. د یاد ولایت د عامي روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې دا طبي توکي د اسیا پراختیايي بانګ او یونېسف نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو ته وېشل شوې دي. په دغو وېشل شویو توکو کې ۶ امبولانسونه، ۷۹ موټرسایکلونه، ۲۲۴ دفتري المارۍ او همدا راز په زیاته اندازه پکې لابرتواري او نور اړین توکي هم شامل وو. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې په یاد ولایت کې ډیری روغتیایي مرکزونه دامکاناتو له نشتون سره مخ و، چې په دې سره به یې یو څه اړتیاوې پوره شي.












