د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي چې په افغانستان کې د ښځو، لږکیو او د مدني فعالانو پر وړاندې د بریدونو او تاوتریخوالي د ختمولو لپاره اوربند اړین دی. نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خبرو کې ویلي چې هند په افغانستان کې د واقعي سیاسي تفاهم لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي. نوموړي په غیر مستقیم ډول پر پاکستان ګوزار کړی او څرګنده کړې یې ده چې په هیڅ صورت به له دې وروسته د پولې له پورې غاړې ترهګري ونه زغمل شي. جی شنګر وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مذاکراتو سربیره په تاوتریخوالي کې نه یوازې دا چې کموالی نه دی راغلی بلکې ډېر شوی هم دی چې دې چارې دوی د افغان سولې لپاره پر روانو هڅو بې باوره کړي دي.












