د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې مسوولین وايي، حکومت دې هېواد ته د بې کیفیته او غیر قانوني درملو واردولو او قاچاق جدي مخنیوی وکړي. د افغانستان د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې فرهنګي مسوول محمد ذکي ذکاوت وايي، هېواد ته هر کال د یو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې درمل په قانوني او غیر قانوني ډول راوړل کېږي چې دغه اندازه د مصرف کونکو له اړتیاوو څخه پورته ده. د نوموړي په خبره، په مارکېټ کې د درملو زیاتوالی د ناسم رقابت سبب شوی چې په پایله کې د خوړو او درملو ملي ادارې له خوا په سلګونه ټنه تاریخ تېردرمل سوځول کېږي. د ده په خبره، دا څه له یوې خوا د هېواد پانګې ته زیان اړوي او له بلې خوا د هوا ککړتیا سبب کېږي.












