چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

واشنګټن پوسټ: د افغانستان وضعیت سپینۍ ماڼۍ ته په راتلونکي کس پورې تړلی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 2, 2020
in افغانستان
0
واشنګټن پوسټ: د افغانستان وضعیت سپینۍ ماڼۍ ته په راتلونکي کس پورې تړلی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له اوج او په امریکا کې د راتلونکي ولسمشر په اړه وړاندوینو په افغانستان کې د سولې پروسه له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې ده. ډېری رسنۍ او سیاسي فعالین او شنونکي پر دې باور دي چې د افغانستان وضعیت د امریکا له ټاکنو سره مستقیمه اړیکه لري او د سولې پروسه هم د سپینې ماڼۍ په وضعیت پورې تړلې ده. تازه واشنګټن پوسټ په یوه تحلیل کې په افغانستان کې خونړیو جګړو، د امریکا ټاکنو او د سولې پروسې ته کتنه کړې ده. په کور د ننه هم سیاسي فعالین وایي چې افغان سوله امریکايي نوماندانو ته کمپایني مسئله ده او بس.

طالبانو او امریکا د روان ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د دې هوکړې پر بنسټ باید طالبانو بین الافغاني خبرې پيل کړې وای، اوربند یې کړی وای او د خبرو له لارې یې له افغان حکومت سره ټولې ستونزې حل کړې وای، خو بین الافغاني خبرې په میاشتو وځنډېدې او له پيل سره یې هم په افغانستان کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی راکم نه شو، بلکې لا ډېر شو او جګړې لا شدیدې شوې. د نظامي چارو شنونکي په دې باور دي چې افغان حکومت د جګړې په مدیریت کې بریالی نه دی او امریکايي چارواکي بیا د افغانستان له مسئلې کمپاینې ګټه اخلي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

نړیوالې رسنۍ هم له دې مسئلې لرې نه دي. تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه تحلیل کې لیکلي چې د افغانستان وضعیت په سپینه ماڼۍ کې روان وضعیت او د راتلونکي شخص له پالیسۍ سره تړلی دی. سرچینه کاږي، سره له دې چې ټرمپ ځان د افغانستان د سولې مسئلې ته ژمن ښيي، خو داسې ښکاري چې د ټاکنو په مخه کې د سولې خبرې مخ ته وړل یوازې کمپایني شعار دی او بس. بلخوا د مطلب لیکوال پر دې باور دی چې طالبان د سولې تګلاره نه لري او په وروستیو ورځو کې یې ثابته کړې ده چې دوی تر سولې پر جګړه ډېر ټینګار کوي او د جګړې ډګر تود شوی دی. د سرچینې په خبره: ((د دې پر ځای چې طالبانو خبرې چټکې کړې وای، جګړه یې چټکه کړې ده. په ځینو فعالیتونو غواړي داسې سیګنالونه ولېږي چې ګواکې که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي، نو دوی د حکومت پر ضد جګړې ته ادامه ورکوي. په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه د دې خبرې ښه ثبوت دی)).

ورځپاڼه کاږي امریکا باید دې ته متوجه وي چې طالبان په ښکار د هغو کسانو د وژلو خبرداری ورکوي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی. په دې مطلب کې همدا راز د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ هم خبرې شوې دي. سرچینه کاږي چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ډېری ګاونډي او نږدې هېوادونه د سولې له پروسې سره رښتیني همکاران نه دي او هر یو خپلې ګټې پالي. سرچینه کاږي، پاکستان ځان د سولې په پروسه کې ځان همکارۍ ته ژمن باله، خو اوس ثابته شوه چې دوی د هند له نفوذ وېره لري. د سرچینې په خبره: ((پاکستان وېره لري چې که سوله راشي، د هند نفوذ به ډېر شي. هند وېره لري چې پاکستان به یې پر وړاندې طالبان وکاروي او ایران بیا دا ګواښونه ښيي چې که خطر ورته متوجه شي په افغانستان کې به یې غچ اخلي)).

ورځپاڼې له القاعده شبکې سره هم د طالبانو پر اړیکو خبرې کړې دي او په خبره یې، ښایي دغه ډله د القاعده پر وړاندې له امریکا سره پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړي، ځکه تر اوسه یې د دغه ډلې پر وړاندې هېڅ عملیات نه دي کړي او ډېری وسله وال یې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې هم دي.

دغه ډول تحلیلونه د افغانستان د وضعیت په اړه داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او ټرمپ دلته د امریکا شل کلنه جګړه هم بې مانا بللې وه. ملګري ملتونه د سیمې هېوادونه بیا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې پيل کړي.

Tags: Top
Previous Post

واشنګټن پوست: امریکا کې د احتمالي ناکراریو مخنیوي ته تیاري روان دي

Next Post

شیاومي کمپنۍ تر اپل مخکې شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شیاومي کمپنۍ تر اپل مخکې شوه

شیاومي کمپنۍ تر اپل مخکې شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکيه د هرات له زلزله ځپلو سره نوره مرسته کوي

ترکيه د هرات له زلزله ځپلو سره نوره مرسته کوي

نوومبر 8, 2023
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره په شخصي لګښت کرنیز لابراتوار جوړ شو

په کندهار کې د لومړي ځل لپاره په شخصي لګښت کرنیز لابراتوار جوړ شو

جون 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved