وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې امریکا ته افغانستان اوس ځکه مهم نه دی چې دغه هېواد ته تر افغانستان نور ترهګریز مرکزونه ډېر نږدې دي. راپور کاږي، امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانستان ته د ترهګرۍ ضد ځواکونه واستول او په دغه هېواد کې یې ترهګر ځانګړې توګه د القاعده ډلې جنګیالي وځپل خو وروسته ترهګرو ډلو په منځني ختیځ، د اسیا او افریقا په نورو برخې کې ځان ته ځالې جوړې کړې. راپور کې راغلی چې د ترهګرو نوي مرکزونه تر افغانستان په ځلونو امریکا ته نږدې دي او کولی شي په ډېرې اسانۍ د اوبو له لارې د امریکا ګټې وګواښي نو ځکه اوس له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په وچه کې راګیر افغانستان د امریکا لپاره ډېر مهم نه دی. ورځپاڼه کاږي چې که څه هم افغانستان اوسمهال یو څه امن شوی دی خو دا په دې مانا نه ده چې نور خطر یو مخیزه محوه شوی دی ځکه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ډېر ژر دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدلېدای شي.












