د افغانستان ا.ا هغه خبرونه رد کړي دي چې ویل کېدل په کابل کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي دي. د ا.ا مرستیال ویاند احمدالله وثیق ویلي چې دوی د کابل د هغې سیمې پر هره کوڅه او جومات ګرځېدلي دي چې ویل کېدل پکې د لوږې له امله د یوې کورنۍ اته غړي چې ماشومان و مړه شوي دي. د نوموړي په خبره، دوی د اتفاق ښارګوټي په ګډون د دشت برچي سیمه کوڅه په کوڅه کتلې ده خو هیچا هم په دې اړه معلومات نه دردلودل. وثیق دا اوازې د نظام د تضعیف هڅه بللې ده او خپاره شوي خبرونه یې په کلکه رد کړي دي.












