د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي لګښت د راتلونکو نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ په سیداباد ولسوالۍ کې د کرنې اړوند ۱۰ پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې په بشپړیو شویو پروژو کې کاریزونو، چکډیمونه، استنادي دیوالونه او کانالونو شامل دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یادې پروژې د ۳ میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۱۹۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.











