سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

وروستي وحشیانه بریدونه او مناسب ځواب

by
مې 13, 2020
in تبصرې
0
د وچې ډوډۍ وېش او د شکایتونو دوام
1.5k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter


په کابل کې پر روغتون، په ننګرهار کې پر جنازه او په بلخ کې پر لمونځ کوونکو په بریدونو کې تر ۶۰ ډېر بې ګناه خلک شهیدان شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي. په ننګرهار او کابل کې د وحشتونو مسوولیت داعش اخیستی دی. تر دې وړاندې په لغمان او ځینو نورو سیمو کې هم خونړۍ پېښې شوې وې. دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته تر ټولو خونړي او وحشیانه بریدونه دي، چې پکې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه شوې دي. طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې لاس لرل رد کړي، حکومت بیا په بلخ کې برید منلی، خو وايي، طالبان مو وژلي او ولسمشر غني پرون ناوخته امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته ووځي او پر طالبانو بریدونه وکړي.

د وحشت له دې نوې څپې سره څو ټکي دېر مهم دي:

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

لومړی؛ دا چې افغانستان لا هم د وحشي او بې رحمه ځناورو او استخباراتي کړیو د سیالۍ ډګر دی. دوی د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره غواړي خپل وحشت، بربریت او ځناورتوب ثابت کړي. داعش اصلا یوازې نوم دی، چې کارول کېږي، دا اصلا د سیمې او نړۍ د سترو استخباراتي کړیو کثیفې او وحشیانه لوبې دي چې د دې وطن د بې دفاع ښځو، ماشومانو او بې ګناه وګړو پر سرونو یې کوي.

دویم؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې یوازې امریکايي ځواکونه او امریکايي ګټې خوندي کړې دي. افغان وژنه هماغسې روانه ده. دې هوکړې نه طالبان، نه امنیتي ځواکونه او نه هم افغانان خوندي کړل، بلکې یوازې امریکايي ځواکونه او د دوی ګټې یې خوندي کړې. له همدې امله اوس ښکاري چې دا هوکړه د امریکا له خوا د همدې لپاره طرحه شوې وه چې دوی خوندي شي، خو په افغانستان کې جګړه، وحشت او وژنې همداسې روانې وي.

درېیم؛ که افغانان یو د بل پر وړاندې همداسې له کرکې او نفرت څخه ډکې کړنې وکړي، یو بل ته لاسونه ور نه کړي، سوله ونه کړي او افغانستان ونه ژغوري، نو نه یوازې د ښکېلو اړخونو وژنې به همداسې روانې وي، بلکې د بې ګناه ښځو، ماشومان او آن ناروغانو ژوند به هم خوندي نه وي او د داعش تر نامه لاندې به وحشي استخباراتي کړۍ، همداسې وحشتونه کوي، پر جنازه، روغتون، جومات، ښوونځي او هر هغه ځای به برید کوي چې هلته مسلمانان را ټولیږي.

څلورم؛ له بده مرغه لا هم دغو پېښو ته زموږ غبرګون احساساتي دی چې د دغو وحشتونو له مخنیوي سره مرسته نه کوي. تر هغو چې موږ د خپل ورور د وژنې او له امریکا او نورو پردیو سره د دوستۍ، تړونونو او ملګرۍ فکر او عمل ولرو، نه به وحشت ختم شي او نه به هم موږ د عزت او سرلوړۍ ژوند ولرو. د امریکا دوستۍ او د خپل ورور سره دښمنۍ نه په تېره کې حکومت ته ګټه رسولې او نه به یې هم اوس طالبانو ته ورسوي.

اوس پکار ده چې موږ سترګې پرانیزو، دغو وحشتونو ته مناسب غبرګون وښيو، نور د ستونزو د حل لپاره اساسي فکر او کار وکړو. موږ باید د داعش او نورو په نومونو تېر نه وځو، ځکه واضح ده چې داعش د چا پروژه ده او موخه یې څه ده. ټول افغانان باید درک کړي چې له امریکا سره ملګري، تړون او همکاري یوازې وحشت او جنایت زیاتوي او ټول افغانان باید نور یو له بل سره له دښمنۍ لاس واخلو او په خپلو کې ټولې دښمنۍ ختمې کړو او خپل اصلي دښمن ته مخ کړو.

د مسیر ورځپاڼې د نن سرلیکنه

Tags: Top
Previous Post

د روغتیا نړیوال سازمان: پر ماشومانو او مېندو برید وحشتناک او ټکان ورکوونکی دی

Next Post

نن د افغان مسافرو د وژل کېدو په تړاو د ګډ پلاوي پلټنې پيلېږي

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نن د افغان مسافرو د وژل کېدو په تړاو د ګډ پلاوي پلټنې پيلېږي

نن د افغان مسافرو د وژل کېدو په تړاو د ګډ پلاوي پلټنې پيلېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free Spin Bonus Codes

سپتمبر 8, 2025
امریکا: عراق کې زموږ پر اډه د وروستي برید غچ ارو مرو اخلو

امریکا: عراق کې زموږ پر اډه د وروستي برید غچ ارو مرو اخلو

مارچ 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved