ولسمشر غني وايي که ډاډه شي چې هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې له واک ګوښه شي او د نوي حکومت راتګ ته لار هواره کړي. ولسمشر غني د امریکا معتبرې نشریې فارین پالیسي ته په یوه تازه لیکلې مقاله کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر او راتلونکې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي طالبان په افغانستان کې سولې ته رسېدل نه بلکې واک ته رسېدل غواړي له همدې امله یې تر دې دمه خپل حکومت نه دی تعریف کړی، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسنی حکومت او قوانین ټول اسلامي دي. ولسمشر زیاته کړې که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دی ډاډه شي چې د مذاکراتو په پایله کې به افغانستان ته سوله راځي نو تیار دی چې له واک لرې شي او د سولې لنډ مهاله حکومت ته واک پرېږدي. دده په خبره ددې هر څه لپاره باید طالبان په لومړي قدم کې دایمي اوربند وکړي، ټاکنې ومني، ولسواکي باید حفظ شي او طالبان دې د ټولو اړخونو حقونو ته درناوی وکړي. هغه ویلي چې د اوربند او راتلونکي وضعیت څارنه او کنټرول به ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه کوي. خو ولسمشر ددې هر څه تر څنګ ټینګار کړی چې که طالبان د سولې لار نه مني، نو د افغان ځواکونو له سختو بریدونو سره به مخ شي، ځکه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه پر ټولو نظامي اقداماتو بشپړ واک لري او په پرېکړو کې به مستقل وي. هغه بیا هم ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتل د ملي حاکمیت د ساتلو او خپلواک افغانستان د جوړولو لپاره لوی فرصت دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي دا فرصت به ضایع شي.











