پر افغانانو تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي. ولسمشر غني د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي. دده په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او هغوی یې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي محروم کړي دي. ولسمشر غني زیاته کړې چې ماشومان د هېواد راتلونکې دي او افغان حکومت ژمنه کوي چې دوی ته به د زده کړو او روغتیا په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د معلوماتو له مخې په لرو پرتو سیمو کې ماشومان له زده کړو محروم دي، ښوونځي نه لري، د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او ډول ډول ناروغۍ یې ژوند ګواښي.












