چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر غني: جګړه، افغانستان د یمن او سوریې په برخلیک اخته کولای شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
in افغانستان
0
ولسمشر غني: جګړه، افغانستان د یمن او سوریې په برخلیک اخته کولای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې طالبانو په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالي ته زور ورکړی او  د اوسني حالت د دوام هر ډول مسوولیت به د دې ډلې پر غاړه وي. نوموړي خوست ولایت ته د سفر پرمهال یوې لویې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د افغانستان حکومت د سولې ټینګېدو لپاره هر اړخیزې هڅې کړي، خو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی. د نوموړي په خبره: «طالبان باید د سولې خبرو ته کېني او د پرديو په لمسون دې خپل هېواد نه ورانوي.»

غني دغه راز زیاته کړه چې تل یې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی، خو په خبره یې، دې ډلې دغه وړاندیز له پامه غورځولی او خپلو جګړو او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی. د هغه په وینا: «د جګړې د اوږدېدو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، له طالبانو باید وپوښتل شي چې د چا لپاره جګړه کوي؟ که افغانستان ورانېږي او افغانان وژل کېږي، نو ګټه يې چاته رسېږي.»

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ولسمشر غني دغه راز یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړی او له دې ډلې یې وغوښتل چې اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان هم د سوریې، عراق، لیبیا، لنبان او یمن په برخلیک اخته شي او یوې نامعلومې کورنۍ جګړې ته لاړ شي.

طالبانو که څه هم د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو تېرې جمعې په ورځ د دې ډلې یوه پلاوي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال حکومت تورن کړ چې د سولې لپاره جدي اراده نه لري او د مختلفو بهانو پر بنسټ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. دغه طالب زیاته کړه چې د خلیلزاد له لارې یې حکومتي چارواکو ته د اورکم او سولې په تړاو خپله طرحه سپارلې وه، خو په خبره یې چې د افغان حکومت چارواکو د دوی یادې طرحې ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی. طالبان زیاتوي چې د دوی په یاده طرحه کې له افغان حکومت غوښتل شوي چې ټول طالب زندانیان خوشي کړي، د دوی د مشرانو نومونه دې له تور لېست څخه و ایستل شي او په بدل کې به یې دوی هم د ولایتونو او ولسوالیو پر مرکزونو له بریدونو ډډه کوي او د جګړې په شدت کې به د پام وړ کموالی راشي.

د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې پر سر دا ناندرۍ داسې مهال دي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتلو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، خو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړو او نښتو زور اخیستی او هره ورځ پکې پر دواړو لورو سربېره، ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

له دې سره جوخت، د امریکا دفاع وزارت هم په افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنی حالت د اندېښنې وړ بللی او غوښتنه یې کړې چې د سوله ییز حل په موخه د افغان جګړې پر دواړو لورو باید فشارونه ډېر شي.

Tags: Top
Previous Post

فیسبوک کلب هاوس ته ورته کاریال معرفي کړ

Next Post

د بډوډو د خرابېدو نښې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د بډوډو د خرابېدو نښې

د بډوډو د خرابېدو نښې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مرکزي بانک: افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالر لېږدول شوي

مرکزي بانک: افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالر لېږدول شوي

جنوري 24, 2022
عبدالرشید اقبال: کابل کې د اوبو کابو کولو نړۍوال کنفرانس جوړېږي

عبدالرشید اقبال: کابل کې د اوبو کابو کولو نړۍوال کنفرانس جوړېږي

مارچ 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved