ولسمشر غني امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې له افغانستان څخه دې د خپلو ځواکونو وتلو په اړه اندېښمنه واوسي. نوموړي د ټیډ په نامه له یو امریکایي بنسټ سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې زیاته کړې، دغه مسئله د افغانستان نه بلکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ ده ځکه چې په خبره یې، افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه بېسارې ځواک دی او کولی شي د خپلو افغان هوایي مرستندویانو په مرسته چې په دې وروستیو کې یې شمېر درې برابره ډېر شوی دی د خپل هېواد امنیت وساتي. هغه د خپلو خبرو پر دوام امریکا ته تر وخت مخکې د ځواکونو ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن باید پر دې مسئله غور وکړي چې د سرتېرو ایستل د هغوی لپاره څه پایلې لرلی شي.











