ولسمشر غني وايي چې امنیتي مسوولین دې د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي. دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار له امنيتي مسوولينو سره د لیدنې پر مهال وکړې. ولسمشر غني وويل چې پر کابل ښار د راکټي بريد ټول ابعاد بايد وڅېړل شي چې څه ډول وسله وال مخالفين وتوانېدل د خپلواکۍ په ورځ دغه ډول کړنه ترسره کړي. غني د کابل امنیې قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، څو له زورواکو او هغو کسانو سره چې د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي، قانوني او جدي چلند وکړي او د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي. ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت د لا ښه والي او امنیتي برنامې د تطبیق په موخه لارښوونه کړې چې د ملي امنیت سلاکار تر نظر لاندې دې ټول امنیتي مسوولین د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.












