چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر غني: موږ د مذاکراتو لپاره جدي یو، طالبان دې هم اوربند ته تیار شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2020
in افغانستان
0
ولسمشر غني: موږ د مذاکراتو لپاره جدي یو، طالبان دې هم اوربند ته تیار شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې پر اساس چې کله ګډ حکومت جوړېده، نو د ملي مصالحې عالي شورا هم د دغه حکومت په ترکیب کې شامله شوه. ډاکتر عبدالله عبدالله د دې شورا رییس وټاکل شو او پرون یې خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه. د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا غونډه تېره ورځ د ولسمشر غني به خبرو پیل شوه چې د سولې پر راوستو یې ټینګار کاوه. د شورا په افتتاحیه غونډه کې ټینګار وشو، چې د سولې په لار کې باید ټول خنډونه ختم کړل شي. ولسمشر غني بیا د اوربند غوښتنه وکړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي.

څو میاشتې کېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا جوړه شوې وه، خو تېره ورځ یې لومړنۍ ناسته وه. په دې ناسته کې ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي شخصیت استاد سیاف، د کابینې غړو، د ولسي جرګې غړو او د نورو اقشارو استازو ګډون کړی و. غونډه ولسمشر غني په خپله وینا پیل کړه او له ټولو هغو کسانو یې مننه وکړه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام د سولې په اړه اوسنی فرصت، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع او ملي یووالی خورا مهم وبلل او په وینا یې، افغان حکومت دې هر څه ته متوجه دی او هڅه کوي چې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي. ولسمشر دغه راز وویل چې په دوحه کې مېشت افغان پلاوی د حکومت له بشپړ ملاتړ برخمن دی او حکومت یې پرېکړو ته درناوی لري. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې جګړې کمې کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او په خبره یې، حکومت په مذاکراتو کې جدي دی، نو طالبانو ته هم په کار ده چې جدیت غوره کړي، له جګړو لاس په سر شي او اوربند وکړي. د ده په خبره: ((موږ جدي یو، د خبرو لپاره ښه جدي یو او طالبانو ته هم په کار ده چې جدیت وښيي او له اوربند دې نه وېرېږي)).

ولسمشر غني همدا راز وویل چې طالبان د افغانستان د ټولنې یو واقعیت دی او افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خورا مهمې پرېکړې کړې دي، زندانیان یې خوشي کړي او په خبره یې، که اړتیا پېښه شي، نو حکومت تیار دی چې نور خنډونه هم له منځه یوسي. هغه د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع هم خورا مهمه بللې او په خبره یې، افغان حکومت هڅه کوي، څو نړیوال په دې باوري کړي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او په دې توګه به نړیواله اجماع نوره هم پیاوړې کړل شي.

له دې سره جوخت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم وویل چې د دغې شورا ستره موخه د سولې راوستل دي. د ده په وینا، دی ځکه دلته دی چې غواړي افغانان د سولې هيلې ته ورسوي او دلته ۴۰کلنه جګړه له ممکنه لارو ختمه کړي. ډاکتر عبدالله عبدالله هم د سولې او روغې جوړې لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع مهمه بللې او په خبره یې، د سیمې د هېوادونو همکاري د افغان سولې په پروسه کې خورا مهمه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او په خبره یې، دوی هیله لري چې په دوحه کې مېشت مذاکراتي پلاوي ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه په کور د ننه روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي. هغه دلته روانه جګړه پردۍ او د پردیو دسیسه بللې او په خبره یې، د دې وخت دی چې افغانان ژر تر ژره په خپلو کې سوله وکړي.

په دې غونډه کې ګڼو نورو سیاسي څېرو هم خبرې او څرګندونې لرلې او ټولو د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړ او په دې مهمه پروسه کې یې د افغانانو پر یووالي او همغږۍ ټینګار کړی دی.

Tags: Top
Previous Post

چارواکي: په خوست کې د ۹۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو ذخیروي بندونه جوړېږي

Next Post

د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې

د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه

د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه

اگست 19, 2023
د تاريخ تکرار؛ اندېښنې شته خو وارخطايي نشته

د تاريخ تکرار؛ اندېښنې شته خو وارخطايي نشته

مې 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved