ولسمشر غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هېواد د پارلمان رییس سره وګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې وکړي. ولسمشربه همدا ر از د دې سفر په لړ کې د تاجکستان ملي پوهنتون کې وینا وکړي او ټاکل شوې چې دغه پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا هم ورکړي.












