ولسمشر غني پرون مازدیګر په ارګ کې د سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي. نوموړي ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپاره یې د لارې نقشه موجوده ده. ولسمشر غني ویلي، د سولې لارنقشه یواځې له طالبانو سره مذاکرت نه، بلکې له نړۍ ضمانت اخيستل هم دي او هېڅوک حق نه لري چې په دې خاوره کې مداخله وکړي. په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.












