د ولسي جرګې غړي وايي حکومت دې له هوایي ډګر د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار او رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د سیګار راپور ته په پام چې ویلي یې وو د کابل له هوایي ډګر په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي غبرګون ښودلی دی. وکیلانو وویل نه یوازې دا بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه څرګندونې شوې دي چې په ناپېژانده الوتکو کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر نغدې پیسې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نننۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل حکومت دې ژر تر ژره په دې اړه وضاحت ورکړي او ولس ته دې روښانه کړي چې څوک یې ملي شتنمۍ او پیسې غلا کوي او بهر ته یې لېږدوي. سیګار د افغانستان لپاره د امریکا د مالي او پراختیایي مسایلو د څارلو مهمه اداره ده چې معلومات یې دقیق او مهم وي. دغه ادارې ټینګار کړی چې حکومت باید د غیر قانوني پیسو د لېږد او قاچاق مخنیوی وکړي. حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.










