سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ولې باید د امنیتي ځواکونو پلانونه افشا شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2021
in تبصرې
0
خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې ترهګر اوس په سرکونو کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره په ټولیزه توګه له یوې نوې بڼې کار اخلي. هغه زیاته کړې د تازه اسنادو له مخې، د پاکستان له لوري طالبانو ته یو ډول نوي ماشینونه رسېدلي چې ترهګرو تر ډېره هغه په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کړي دي. ښاغلی صالح وايي، دا ماشینونه له یوې تر دوو دقیقو پورې په سړک کې تر لس سانتي مترو پورې سوری کوي او په هغه  کې د سړک رنګ ته ورته ماین په ډېره بېړه ځای پر ځای کوي. صالح ویلي، چې دوی پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته سراچه ډوله موټرونه په جدي توګه تر څارنې او څېړنې لاندې ونیسي.

حکومتي چارواکي په خلکو کې دومره بې باوره شوي، چې اوس یې په سختۍ په خبرو باور کوي؛ ځکه چې دوی بیا بیا خلکو ته دروغ ویلي او ورسره کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي. د امرالله صالح وروستۍ خبرې د تامل وړ دي؛ ځکه چې کله چاودنه پوره موټر تخریبوي، نو د بم لپاره اېښودل شوی سوری څنګه جوړ پاتې شي چې بیا یې تصویرونه تر امرالله صالح پورې ورسېږي!؟ خو که دا خبره دقیقه هم وي، بیا هم ستونزه لري؛ ځکه چې ولې د دښمن پلان ټولو خلکو او خپله دښمن ته افشا شي. که دښمن پوه شي، چې پلان او تکتیک یې افشا شوی دی، نو نه یوازې دا تکتیک به نه کاروي، بلکې بله لاره چاره به وګوري. تر دې بده یې لا دا چې آن امرالله صالح دښمنان خبر کړل چې سراچه او نور ‌ډاله لرونکي موټرونه پلټل کېږي. دا خبره په واضح ډول د بریدګرو خبرول دي چې نور دا تکتیک ونه کاروي او امنیتي ځواکونه به د دوی موټرونه ګوري. که رښتیا هدف دا وي چې دا بریدګر او د دوی ټوله شبکه ونیول شي، نو دا خبره باید پټه ساتل شوې وای او یوازې امنیتي او کشفي ارګانونه پرې خبر وای. اوس خو داسې ښکاري چې امرالله صالح نه غواړي دا کسان ونیول شي او یوازې هغوی خبروي چې امنیتي ځواکونو یې تکتیک پېژندلی او نور دې یې نه کاروي. دا د امنیتي ادارو د پلانونو افشا کول او دښمن خبرول دي. په دې سره دا شک پیدا کېږي چې رښتیا هم دا تکتیک شته او رښتیا هم حکومت غواړی دا کسان ونیسي، که یوازې یې پوهوي چې خپل تکتیک بدل کړي!؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومتي چارواکي اوس د دې پر ځای چې د دغو پېښو مخه ونیسي، هڅه کوي چې خلک ووېروي، یا غواړي خپل نظر څرګند کړي، څو خلکو ته یو څه ووايي. دوی اوس د مسوولینو پر ځای د سیاسي شنونکو رول لوبوي او خپله دنده نه ترسره کوي. حکومتي چارواکي باید د ځان ښودنې او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو پر ځای، هڅه وکړي چې د روانو چاودنو او وژنو مخه ونیسي. خلک له چارواکو نه غواړي چې ورته وايي دا بریدونه څوک او څه ډول کوي، بلکې خلک غواړی چې د دغو بریدونو مخه ونیول شي. اوس خو د امرالله صالح خبرې یوازې د دې لپاره دي، چې دښمن د امنیتي ځواکونو له پلانونو او طرحو خبر کړي او هغوی پوه کړي چې سراچې او نور موټر پسې پلټل کېږي. له پرته دا خبرې هېڅ مانا نه لري.

Previous Post

کرنې ریاست: په پروان کې د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي

Next Post

دوکتور نور احمد میرازي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دوکتور نور احمد میرازي

دوکتور نور احمد میرازي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پینګ د هالنډ له لومړي وزير مارک روټ سره وکتل

شي جين پینګ د هالنډ له لومړي وزير مارک روټ سره وکتل

مارچ 28, 2024
تازه پرېکړه؛ واګه بندر به د افغان صادراتو پر مخ خلاص وي

تازه پرېکړه؛ واګه بندر به د افغان صادراتو پر مخ خلاص وي

جولای 20, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved