چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2020
in افغانستان
0
وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د نوو کشمکشونو په دوام، تازه وکیلانو ویلي چې حکومتي چارواکي دې د بې ګټو موضوعاتو پر ځای پر سوله او د سولې پر روانه پروسه تمرکز وکړي. د ولسي جرګې غړو د تېرې ورځې په امتیازي ساعت کې د حکومت له لوري پر وکیلانو د وروستیو تورونو په اړه خبرې وکړې. دوی د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح څرګندونې وغندلې او تېره ورځ یې هم خپل اعتراض ته ادامه ورکړ. بلخوا د ملي امنیت شورا او ولسمشر غني له ولسي جرګې سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.

د جینوا په کنفرانس کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر وکیلانو تور پورې کړ چې دوی په فساد کې ښکېل دي. له همدې ورځې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ناندرۍ لا ډېرې شوې. وکیلان وایي چې د ولسمشر لومړي مرستیال د ملت کور ته سپکاوی کړی او په دې توګه یې د خلکو د ارادې د تمثیل دا برخه بې باوره کړې ده. دوی زیاتوي، د ولسمشر لومړی مرستیال دې د هغو وکیلانو په اړه اسناد وړاندې کړي چې دوی په فساد کې ښکېل دي او له دې پرته دې پر ټولو وکیلانو د فساد تور نه پورې کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د ولسي جرګې غړو له همغې ورځې راهیسې د حکومت نوماند وزیران د پروګرامونو له وړاندې کولو منع کړي او همدا راز یې ټینګار کړی، تر هغه چې د ولسمشر لومړی مرستیال دا ستونزه حل نه کړي، دوی به نوماند وزیرانو ته د باور رایه ور نه کړي. د ولسمشر لومړي مرستیال بیا د وکیلانو د دغو څرګندونو په ځواب کې ویلي وو، چې ولسي جرګې ته درناوی لري، خو وکیلان هم ملایکې نه دي او باید د فساد تورونه یې وڅېړل شي.

د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې همدا راز د سولې په اړه هم څرګندونې لرلې. دوی وویل، په حکومت کې په دې وروستیو کې داسې هڅې پيل شوې چې په یو ډول د سولې روان بهیر تر سیوري لاندې راولي او د خلکو پام له دې مهم هدف بلې خوا ته کړي. د ولسي جرګې غړو پر حکومت غږ وکړ چې له سولې سره مخالفت او د سولې په برخه کې د خنډونو له جوړولو ډډه وکړي. د وکیلانو په خبره، د ولسمشر غني او لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون هېڅوک د سولې مخالفت نه شي کولی او نه هم د خلکو د ارادې پر وړاندې درېدلی شي. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منور شاه بهادري وویل، که حکومتي چارواکي د ولس د ارادې او تمې خلاف کار کوي، نو دوی په حقیقت کې یو ملت برمته کوي. د ده په خبره: ((د ولسمشر غني او لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون، هېڅوک حق نه لري چې ملت او هېواد برمته کړي. هېڅوک د ولس د ارادې پر وړاندې نه شي درېدلی، دوی دې د سولې په لار کې خنډ نه جوړوي)).

د ولسي جرګې غړو همدا راز وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال دې د شپږنیمو د جلسو پر ځای پر سوله تمرکز وکړي؛ ځکه په خبره یې، که سوله راشي، هم نا امني ورکېدلی شي او هم به خلک خوندي وي. د بهادري په وینا: ((لومړیتوب سوله دی. د ولسمشر پر لومړي مرستیال هم غږ کوم، چې پر سوله تمرکز وکړي، دا خلکو ته تر هر څه مهمه ده. موږ سوله غواړو، ملت نور له جګړو ستړی دی او د سولې د راتګ تمه لري)).

بلخوا د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني تېره ورځ د وروستیو ناندریو په اړه له ولسمشر غني سره کتلي دي. نوموړي هیله وښوده چې د اجرایه او مقننه قوې ترمنځ اوسنی کشمکش پای ته ورسېږي. ولسمشر بیا د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر لا ټينګېدو او همکاریو پر پراختیا ټينګار کړی او په دې برخه کې پر ځینو میکانېزمونو هم توافق شوی دی.

Tags: Top
Previous Post

د قواوو که د افرادو ټکر؟

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کرکټ نړۍوال جام؛ نن افغانستان او انګلستان لوبه کوي

د کرکټ نړۍوال جام؛ نن افغانستان او انګلستان لوبه کوي

اکتوبر 15, 2023
د پاکستان په بلوچستان کې پنځه پاکستاني پولس وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان کې پنځه پاکستاني پولس وژل شوي دي

دسمبر 26, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved