پاکستان کې د افغان چارو شنونکي وایي چې د افغان کشالې د اواري کیلي په اسلام اباد کې ده او که چېرته اسلام اباد په پاکستان کې امن غواړي نو باید د افغان ستونزې په اوارې کې صادقانه هلې ځلې وکړي. د څېړونکو په خبره، که چېرته د افغان سولې خبرې ناکامې شي نو له اسلام اباد سره به د کابل او واشنګټن اړیکې نورې هم پیکه شي. که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې په وار وار ویلي چې دوی پر طالبانو نفوذ نه لري خو د چارو شنونکی سرفراز خان وایي چې د افغانستان حالات تل د ګاونډیانو د لاسوهنې له امله خراب شوي دي. هغه زیاته کړې چې که چېرته له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ نه وای نو یاده ډله به پخوا له ماتې سره مخ شوې وه. په ورته وخت کې د پېښور پوهنتون استاد خورشید خان هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د طالبانو کورونه په پاکستان کې دي، بچیان یې ښوونځیو ته ځي او بلاخره هر څه یې د پاکستاني حکومت په لاس کې دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته پاکستان پر طالبانو ان اوبه هم بندې کړي، نو کولی شي دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. هغه دغه راز ویلي چې د طالبانو د ټپيانو درملنه په پاکستاني روغتونونو کې کېږي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته راځي، نو له دې حقیقته چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري، سترګې نه شي پټېدلی.











